اردن د مسجد الاقصی حفاظت له نور محافظ په ځائې كړل

اردن د مسجد الاقصی حفاظت له نور محافظ په ځائې كړل

عمان (پاکستان پوائنٹ نیوز 18 مئی 2018ء) د اردن حکومت مقبوضه بېت المقدس كښې د مسجد الاقصی حفاظت له د محافظو شمېره تر 354 رسولو پرېكړه كړې۔ دعرب ابلاغ ذريعو ترمخه د اردن د اوقاف وزير عبدالناصر ابو البصل دا اطلاع وركولو سره په ډاګه كړې چې تېره مياشت د القدس اوقاف لپاره 93 نوې ملازمين په ځائې كړې شوې وو۔ ده ووئيل مسجد الاقصیٰ لپاره 28 محافظ په ځائې كړې شوې وو۔ اوس ددوئي شمېره 326 څخه زياتولو سره 354 ته رسولې شوي۔ د القدس د اوقاف ملازمينو ټوله شمېره زر ده۔ ده ووئيل اردن داپرېكړه د قابض اسرائيلي چارواكو پلويانو يهوديانو لخوا مسجد الاقصی ته په لويه كچه د ننوتو پېښې تر نظر لاندې نيولو سره كړې۔