د سعودي پوځ په جازان كښې د حوثيانو بېلسټك مېزائل وويشتلو

د سعودي پوځ په جازان كښې د حوثيانو بېلسټك مېزائل وويشتلو

رياض (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) د سعودي پوځ په جازان كښې د يمن د حوثي ياغيانو لخوا بېلسټك مېزائل وويشتلو۔ د العربيه ټي وي له مخې د اتحادي پوځ وياند ګرنل تركي المالكي په رياض كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې تېره ورځ په سعودي توغول شوې مېزائل په جازان كښې هدف ته د رسېدو نه وړاندې ويشتل كېدو سره راغورځول شوے او په پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ ده ووئيل چې د حوثي ياغيانو د يو سازش له مخې د سعودي ابادي په نښه كوي۔ د يادونې وړ ده چې د يمن حوثي ياغيانو تر اوسه په سعودي د سلو نه زيات مېزائل بريدونه كړي دي۔