په افغانستان كښې د سېلاب پھ نتيجه كښې 34 كسان په حق رسېدلي

په افغانستان كښې د سېلاب پھ نتيجه كښې 34 كسان په حق رسېدلي

كابل (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب پھ نتيجه كښې 34 كسان په حق رسېدلي۔ د المانې مېډيا له مخې افغان چارواكو وئيلي دي چې د بارانونو په نتيجه كښې 11 ولايتونه ځپلي شوي دي۔ په بارانونو كښې 250 كورونه نړېدلي دي او په لويه اندازه فصلونه تباه شوي دي۔ په يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د سېلاب په نتيجه كښې د 600 نه زيات څاروي هم مړه شوي دي۔ په ځپل شويو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي۔