په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټرز ځانمرګي بريد٬ يو پوليس اهلكار مړ

په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټرز ځانمرګي بريد٬ يو پوليس اهلكار مړ

جكارته (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) په انډونېزيا كښې په كليساګانو د ځانمرګي بريدونو نه يوه ورځ پس موټر سائيكل سوارو د هېواد په دويم لوي ښار سرابابا كښې د پوليسو په هېډكوارټرز ځانمرګي بريد كړے او په نتيجه كښې ئې يو پوليس اهلكار مړ شوے۔ د اتوار په ورځ په دې هېواد كښې په درې كليساګانو په شويو بريدونو كښې 14 كسان وژل شوي وو۔ د پوليسو وياند وئيلي دي چې په موټر سائيكل سوارو بريد كوونكو كښې يوه مېرمن هم شامله وه كومې چې په چېك پوسته په ودرول كېدو ځان الوزولې۔