تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) ایرانی اولس مشر حسن روحاني يو ځل بيا وئيلي چې كه د ايران مفاداتو ته زيان نه رسي نو ايران په نړيواله جوهري لوظنامه ولاړ پاتې كېدې شي۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه تېره ورځ ده تهران كښې د سري لنكا وزيراعظم سره ملاقات څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د امريكا لخوا دې لوظنامې څخه په شا كېدل د اخلاقياتو په ضد كار دے۔ حسن روحاني ووئيل په كال 2015ﺀ كښې د شوې دې تاريخي لوظنامې كه نور فريقين احترام كوي نو ايران به هم په دې عمل كوي۔ ده ووئيل باهم په دې اړه به اروپائي هېوادونو له له كلك ضمانت وركول وي۔
كه مفاداتو ته زيان نه رسي نو په جوهري لوظنامه ولاړ پاتې كېدې شو٬ ايراني اولس مشر
7 کال لومړی