وزیراعظم محمد نواز شریف په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا په موقع د كشمير كشاله په ښه ډول وړاندې كړې٬

د پاكستان سياسي ګوندونه دې اختلافات هېرولو سره د كشمير كشالې په لړ كښې په حكومتي هڅو كښې مرسته وكړي۔په امريكا كښې مېشته د پاكستاني ټولنې د وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته په وېنا غبرګون

وزیراعظم محمد نواز شریف په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا په موقع د كشمير كشاله په ښه ډول وړاندې كړې٬ 
د پاكستان سياسي ګوندونه دې اختلافات هېرولو سره د كشمير كشالې په لړ كښې په حكومتي هڅو كښې مرسته وكړي۔په امريكا كښې مېشته د پاكستاني ټولنې د وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته په وېنا غبرګون

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې د كشمير كشاله په ښه ډول وړاندې كولو سره په نړيوالو مشرانو زور رواړې چې د اوږدې مودې شخړې خاتمه له خپل كردار ترسره كړي په كومه كښې چې په زرګونو بې ګناه كشميريان شهيدان شوي۔ په امريكا كښې مېشته د بېلا بېلو هېوادنوو وګړو او پاكستاني ټولنې د وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته د وېنا نه پس اے پي پي سره خپلو خبرو كښې وئيلي دي چې د پاكستان سياسي ګوندونه ته اختلافات هېرولو سره د كشمير كشالې په لړ كښې په حكومتي هڅو كښې مرسته كول پكار دي دغسې چې په مقبوضه سيمه كښې د هند لخوا روانو ظلمونو ته نړيوال پام راوګرځولې شي۔

دوي ووئيل چې وزیراعظم په دې موقع ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي دې په مقبوضه سيمه كښې د كشميريانو د قتل عام پلټنې وكړي او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه وادۍ ته ولېږلې شي۔ په واشنګټن كښې مېشته نوموړي قانون پوهه فټزجیرالډ لیوس ووئيل په وړومبي ځل د كشمير كشاله په نړيوال فورم په موثره ډول وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان اوسنې حكومت منطقه كښې امن لپاره جامع اقدامات كوي۔

ده ووئيل وزيراعظم په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله او هندي ظلمونه په واضح ډول وړاندې كړي دي بايد نړيوال مشران د وزیراعظم محمد نوازشریف امن لپاره په هلو ځلو كښې ملګرتيا وكړي او كه چرې د كشمير مسئله په سوله ايز ډول هواره نه كړې شي نو د نړۍ امن خطر سره مخ كېدې شي ولې چې دواړه هېوادونه اتومي طاقتونه دي۔ د پاكستان لنګ انټرنېشنل صدر حمید ملك ووئيل امريكا كښې مېشته پاكستاني ټولنه نواز شریف حکومت سره ولاړه ده او د ھغوي د پاليسو په بشپړه توګه مرسته كوي۔

ده ووئيل په وړومبي ځل كوم پاكستاني لارښود د كشمير كشاله په ملګرو ملتونو كښې په واضح او په موثره ډول وړاندې كړې۔ نوموړي كشميري لارښود او په امريكا كښې د ورلډ كشمير اوېئرنس عمومي سېكتر ډاکټر غلام نبي فائي د وزیراعظم د وېنا ستائنه كولو سره د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې كښې نړيوال مشران د كشمير مسئلې نه خبر كړي او وئيلي ئې دي چې پاكستان د كشميريانو اخلاقي او سفارتي مرسته كوي۔

وزیراعظم محمد نواشریف د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ګڼ شمېر نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كړي او كشمير كښې د هندي ظلمونو نه خبرولو سره سره ئې په دې لړ كښې د ھغٶي څخه مرسته غوښتې۔ د جارج مېسن پوهنتون اېني كېمرون او د امريكن مسلم لائنس نېشنل ډائرېكټر سلیم اختر په نړيواله كچه د كشمير كشالې رامخې ته كولو په لړ كښې د وزیراعظم محمد نواشریف د هڅو ستائنه كړې۔ دوي ووئيل چې امريكا كښې مېشته پاكستاني ټولنه په بې ګناه كشميريانو د هندي رياستي ترهه ګرۍ غندنه كړې۔ دوي ووئيل چې د پاكستان سياسي ګوندونه دې اختلافات هېرولو سره د كشمير كشالې په لړ كښې په حكومتي هڅو كښې مرسته وكړي او ټولې نړۍ ته دې يو څرګند پېغام وركړي چې ټول پاكستاني قام د كشمير كشالې هوارې غواړي.