نړۍ بايد د پاكستان د كاميابو اعتراف وكړي۔ چين د كشمير مسئله په اړه د پاكستان د دريځ تائيد كوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي مرسته او همكاري روانه ده۔ پاكستان سره به اړيكې لا مستحكم كړی شي۔ د چين د دفاع وزير وائي فينګ هي د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير سره ملاقات كښې خبرې اترې

بيجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ 24اپریل 2018ء) د چين د دفاع وزير وائي فينګ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د امنيتي ځواكونو او اولس قربانيو ستائنه كولو سره وئېلي نړۍ بايد د پاكستان د كاميابو اعتراف وكړي۔ چين د كشمير مسئله په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ او تائيد كوي۔ د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير د چين دفاع وزير سره ملاقات وكړو كوم كښې چې ده خپل د چين همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په وګړو د ظلم او د بشري حقونو د منځه وړل كېدو په اړه خبر كړو۔

ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي څانګو كښې پھ شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د چين دفاع وزير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي مرسته او همكاري روانه ده۔ پاكستان سره به اړيكې لا مستحكم كړی شي۔د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير د بېلاروس دفاع وزير آندرے راوكوف سره هم ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه دفاعي او په پوځي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړه هېوادنه په دفاعي څانګو كښې خپلې اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا شول۔