علي اكبر صالحي په برسلز كښې موګرېني سره ملاقات وكړو

علي اكبر صالحي په برسلز كښې موګرېني سره ملاقات وكړو

برسلز(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د اېران د اتومي توان ادارې مشر ډاكټر علي اكبر صالحي په برسلز كښې د اروپائي اېتلاف د خارجه پالېسې مشرې فيډريكا موګرېني سره ملاقات كړے۔ د خبر له مخې د ملاقات په مهال د بانكونو په څانګه كښې په ستونزو خبرې وشوې كومې چې د اتومي تړون نه پس هم لا هغسې موجود دي۔ د اېران د اتومي ادارې مشر د اروپائي اېتلاف د توان كمشنر او د بېلجيم خارجه وزير سره هم ملاقات كړے۔ علي اكبر صالحي د اروپائي اېتلاف د توان كمشنر او د بېلجيم د چارواكو په بلنه د اروپائي اېتلاف مركز برسلز دوره كړې۔ (م ع/ م ع 1511)