د المان د اقتصاد وزير به تجارتي مذاكراتو لپاره د روسيې سفر كوي

د المان د اقتصاد وزير به تجارتي مذاكراتو لپاره د روسيې سفر كوي

برلن(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د االمان نائب چانسلر او د اقتصاد وزير زيګمار ګابريئل به راتلونكې اونۍ د روسيې سفر كوي۔ د المان د اقتصادي چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د المان د اقتصاد وزير به د دې سفر په مهال د روسيې چارواكو سره په شريكو تجارتي اړيكو خبرې كوي۔ ده سره به د المان يو كاروباري پلاوې هم روسيې ته ځي۔ د الماني وزير لخوا دا دوره په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت كم شوے۔