حکومت به پېداواري څانګو كښې دشخصي كمپنيو مرسته كوي ، ایرانی صدر

حکومت به پېداواري څانګو كښې دشخصي كمپنيو مرسته كوي ، ایرانی صدر

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني وئيلي دي زما حكومت پېداواري څانګه كښې د شخصي كمپنيو د ګډون ډاډګيرنه كوي۔ د ایرانی ابلاغ ذريعو ترمخه اولس مشر حسن روحاني تېره ورځ تهران كښې د دوا ساز كمپنۍ کیمیا فارماسیوټیکل معائنې په مهال خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل دا خبره هېواد لپاره د وياړ وړ ده چې د دې كمپنۍ جوړې كړې داروګانم نه يوازې د نړيوال معيار دي بلكې بهر هېوادونو ته هم برآمد كولې شي۔ ده ووئيل حكومت په پېداواري څانګه كښې د شخصي كمپنيو د ګډون مرسته كوي۔ ده ملكي صنعت كارو او سرمايه كارو ته خواست وكړو چې د هېواد پرمختګ كښې د حكومت مرسته وكړي۔ ډاکټر حسن روحانی په دې مهال د دوا سازې كمپنۍ د ځينو څانګو پرانسته هم وكړه۔