مسلمان او اسلام دواړه د المان دي۔ د المان چانسلر

مسلمان او اسلام دواړه د المان دي۔ د المان چانسلر

برلن (پاکستان نیوزپوائنٹ 17مارچ2018ء) د المان چانسلرې انګیلا مېرکل وئيلي دي په المان كښې استوګن مسلمانان او د دوئي مذهب اسلام دواړه د المان دي۔ د المان چانسلرې دا بيان د داخله وزير د مسلمانانو په ضد وركړي اوسني بيان څخه وروستې راغلې۔ په المان كښې د نوي جوړ شوي حكومت داخله وزير هورسټ زېهوفر وئيلي وو چې اسلام د المان د كلتور برخه نه ده۔ سیاسی مبصرینو د ده په دې بيان اندېښنې ښكاره كولو سره وئيلي وو چې د المان نوې حكومت د ښي اړخ سياست پلو مائل كېدې شي۔ په تاريخي توګه تر ټولو وړاندې پخواني الماني اولس مشر کرسټیان وولف په كال 2010 كښې وئيلي وو چې اسلام د المان برخه ده۔