د سوريې په جنګ كښې درې نيم لكه خلق وژل شوي۔ د سوريې د بشري حقونو څارګره ډله

د سوريې په جنګ كښې درې نيم لكه خلق وژل شوي۔ د سوريې د بشري حقونو څارګره ډله

دمشق (پاکستان نیوزپوائنٹ 14مارچ2018ء) په برتانيه كښې د سوريې په كورنې جګړه نظر ساتونكې د سوريې د بشري حقونو څارګرې ډلې وئيلي دي چې د سوريې په جنګ كښې تر اوسه درې نيم لكه خلق وژل شوي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د دې څارګرې ډلې سرچينې په سوريه كښې د بشري حقونو كار كوونكي وغېره دي۔ د دې څارګرې ډلې له مخې د كال 2011م د مارچ د 15مې نېټې نه تر اوسه په دې هېواد كښې په جګړه كښې د وژل شويو كسانو شمېره 353395 ده۔