په حب كښې د مسافرو د ګاډي او موټر جنګېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه او 24 ژوبل شوي

په حب كښې د مسافرو د ګاډي او موټر جنګېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه او 24 ژوبل شوي

حب (پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) په بلوچستان كښې په قومي لويه لار په حب كښې د مسافرو د ګاډي او موټر جنګېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه او 24 ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې دا پېښه د لسبېله په كراړو سيمه كښې رامېنځ ته شوې او په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې پشمول 7 كسان مړه او 24 ژوبل شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې د يو شمېر تعلق پنجګور سره دے۔ د يو شمېر ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن ښودلې شوے۔