په سلامتي كونسل او اقتصادي ډګرونو د كاميابو نه پس بايد د پاكستان په اړه نړيوال تاثر بدل شي۔په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري امريكائي خبريالانو ته وېنا

په سلامتي كونسل او اقتصادي ډګرونو د كاميابو نه پس بايد د پاكستان په اړه نړيوال تاثر بدل شي۔په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري امريكائي خبريالانو ته وېنا

نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ 12مارچ2018ء) په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري وئېلي دي په سلامتي كونسل او اقتصادي ډګرونو د پياوړو كاميابو نه پس بايد د پاكستان په اړه نړيوال تاثر اوس بدل شي۔ده دا خبرې په نيويارك كښې په انټرنېشنل سنټر فار جرنلسټس كښې امريكائي خبريالانو ته د وېنا په مهال وكړې۔پاكستاني سفير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله كاميابۍ ترلاسه كړې او اوس دا كاميابۍ په اقتصادي موقعو بدلېږي بايد په داسې صورتحال كښې نړۍ د پاكستان په اړه خپل تاثر بدل كړي۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې افغانستان او پاكستان لپاره بلكې ټولې منطقې لپاره ضرورې دے٬تاريخ شاهد دے چې په افغانستان كښې د استحكام نشت والي آغېز د منطقې په نورو هېوادونو او په خاص توګه په پاكستان شوې۔ هغه ووئېل پاكستان به نورو شراكتدارو سره په ګډه د افغان مسئلد سياسي حل له خپل كردار ترسره كوي خو باور لري چې دا هڅې به د افغانانو پھ مشرۍ كښې وي۔