د ایران اولس مشر د حېدر آباد د قطب شاهي محل او د تاريخي ځايونو څارنه وكړه

د ایران اولس مشر د حېدر آباد د قطب شاهي محل او د تاريخي ځايونو څارنه وكړه

نوے ډيلے (پاکستان نیوزپوائنٹ 16فروری2018ء) د ایران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني د هند تنږ په مهال په دوېمه ورځ د حېدر آباد د قطب شاهي محل او د تاريخي ځايونو دوره كړې٬ د هند په تلنګانه ايالت حېدر آباد د هند شپږم لوې ښار دے كوم چې تاريخي٬ سائنسي او په اقتصادي توګه اهميت لري۔ د ايران خبرې رسنې دارې له مخې حسن روحاني په درې ورځنۍ سركاري دوره حېدرآباد ته رسېدلې ۔

د دورې په مهال به حسن روحاني خپل هندي همڅنګ او وزيراعظم نرېندرا مودي او خارجه وزيرې سره ملاقات كوي او د ايران او هند د لوړې كچې پلاوو ترمېنځه به خبرې اترې كوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې شريكه مرسته زياتولو لپاره 15 لوظنامې لاسليك كېږي۔ په دې موقع به دواړه هېوادونه يوه شريكه سياسي اعلاميه هم جاري كوي۔