د ټرمپ انتظامیې روس د سائبر بريدونو ذمه وار ګرځولې

د ټرمپ انتظامیې روس د سائبر بريدونو ذمه وار ګرځولې

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 16فروری2018ء) د ټرمپ انتظامیې په باقاعدہ توګه روس د سائبر بريدونو ذمه وار ګرځولې دے۔ د ایران ميډيا له مخې د سپينې ماڼۍ وياند لخوا جاری کړې شوي اعلامیه كښې وئيلي شوې جون 2017 كښې دغې بريدونو سره د نړۍ لويه برخه ځپلې شوي او په نړيواله كچه کمپیوټرائزډ سسټم ته زيان رسولې شوے ؤ۔ ده ووئيل د روس پوځ په جون كښې د نړۍ د تاريخ د تباهۍ وړ سائبر بريد كړې ؤ چې له امله ئې زياتره هېوادونو ته په اربونو ډالره زيان رسيدلې ؤ۔ د سپينې ماڼۍ وياند ووئيل د دې بريد به نړيوالې نتيجې رامخې ته كېږي۔ روس وړاندې څخه د سائېبر بريدونو تورونه رد كړې وؤ۔