د امريكې خارجه وزير رېكس ټلرسن تركيه ته ورسېد

د امريكې خارجه وزير رېكس ټلرسن تركيه ته ورسېد

انقرہ (پاکستان نیوزپوائنٹ 15فروری2018ء) د امريكې خارجه وزير رېكس ټلرسن په دوه ورځنۍ دوره تركيه ته رسېدلې دے۔ د المان خبر رسنې ادارې ترمخه رېكس ټلرسن به د خپلې دورې په مهال پلازمينه انقره كښې ترك اولس مشر رجب طيب اردوآن او خپل همڅنګ سره ملاقات كوي۔ د امريكائي سفارتي ذريعو وېنا ده د ټلرسن به دا هڅه وي چې تركيه سره دوه اړخيزه اړيكې كومې چې تاؤ تريخوالي سره دا مهال مخ دي معمول ته راولي۔ دا هم وئيلې شوي په دې مهال به سوريه كښې د ترك ځواكونو په عسكري عملياتو هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ ټلرسن دې څخه وړاندې په جولائي 2017ﺀ كښې د نېټو غړي هېواد تركيه دوره كړې وه۔