پاكستان د نړيوال معيشت غړې جوړولو او غوره سرمايه كارۍ لپاره د اليكټرانك ويزې په جاري كولو غور كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په لندن كښې پاكستانې كميونټۍ ته وېنا

پاكستان د نړيوال معيشت غړې جوړولو او غوره سرمايه كارۍ لپاره د اليكټرانك ويزې په جاري كولو غور كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په لندن كښې پاكستانې كميونټۍ ته وېنا

لندن(پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان د نړيوال معيشت غړې جوړولو او غوره سرمايه كارۍ لپاره د اليكټرانك ويزې په جاري كولو غور كوو۔د پاكستان په هائي كميسون كښې د وفاقي وزير په درنښت كښې جوړې شوې دستورې او پاكستانې كميونټۍ ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې مونږ د خپل خارجه دفتر په مشوره د اي ويزې په اجرا كار كوو چې دغسې د نورو هېوادونو پشان سېل كونكو او سرمايه كارو ته د دا ويزه جاري كړې شي او پاكستان په نړۍ كښې سېلګرۍ او سرمايه كارۍ لپاره ښه منزل جوړ شي۔

په دې موقع په برتانيه كښې د پاكستان دوهم هائي كمشنر زاهد حفيظ چوهدري٬لارډ قربان٬د يو كے د پارلمان غړي الياس امين قرېشي او محمد ياسين نه علاوه د پاكستان د هائي كميسون چارواكي او د برتانيې پاكستاني وګړي په لويه شمېره موجود وو۔احسن اقبال ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)حكومت د پاكستان معيشت په سمه لار روان كړی او د پاكستان معيشت اوس د نړۍ په تندۍ سره په پرمختګ كونكو معيشتونو كښې شمېرلې شي۔

ده ووئيل چې په كال 2013م كښې د ټول ټاكنو نه پس چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو د هېواد معاشي صورتحال ډېر خراب وو۔20 ساعته لوډشېډنګ به كېدو۔صنعتونو ته د لوډشېډنګ له امله ګاز او برېښنا نه وركول كېده۔د پاكستان د جي ډي پي شرح په درې فيصده ولاړه وه۔د امن او امان صورتحال ښه نه وو٬هره ورځ به بمي چاودنې كېدې او ګڼ شمېر خلك به وژل كېدل۔ده ووئيل چې نيوزويك هغه وخت پاكستان د عراق نه هم خطرناك هېواد ګرځولې وو۔

د مسلم ليګ(ن)حكومت د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې شپه او ورځ كار وكړو او دا ستونزې يې كمې كړی۔ده ووئيل چې كورونو او صنعتونو ته ګاز وركړی شو٬ 11 زره مېګاواټه برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړی شوه۔په هېواد كښې امن راغلو٬په فاټا او كراچۍ كښې امن بحال شو٬د پاكستان او چين د 46 ارب ډالر لوظ نامه لاس ليك شوه۔د تهركول پروژه بيرته پیل كړی شوه۔د تهركول څخه راتلونكو 400 كلونو لپاره د پاكستان د توان ضروريات پوره كېدې شي۔د پاكستان د جي ډي پي شرح تېر كال 5.3 فيصد وه٬اوس پاكستان سرمايه كارو لپاره ښه منزل ګرځېدلې۔