د سوئيلي افريقې واكمن ګوند اولس مشر زوما د چوكې څخه د لرې كولو پرېكړه وكړه

د سوئيلي افريقې واكمن ګوند اولس مشر زوما د چوكې څخه د لرې كولو پرېكړه وكړه

جوهانسبرګ (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د سوئيلي افريقې واكمن ګوند افريقي نېشنل كانګرېس اولس مشر جېكب زوما د چوكې څخه د لرې كولو پرېكړه كړې۔ د المان خبري اژانس د واكمن ګوند اېګزېكټو كمېټې په يوه غونډه كښې د 13 ساعته مشورې نه پس پرېكړه كړې چې بايد اولس مشر جېكب زوما د اولس مشر د چوكې څخه اخوا كړے شي۔ دې پرېكړې لپاره به په پارلمان كښې په درې كښې د دوه برخو غړو تائيد لازمي وي۔ د ټاكل شوي وخت له مخې د اولس مشر زوما موده د كال دوه نوولسم په نيمائي كښې ترسره كېدونكې ده خو هغه د بدعنوانې تورونو سره مخ دے۔