د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د عاصمه جهانګير په مړينه خواشيني وښودله

د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د عاصمه جهانګير په مړينه خواشيني وښودله

ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ 12 فروری2018ء) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرس د نامتو قانون پوهې عاصمه جهانګير په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې د هغې د مړينه په نتيجه كښې مونږ د بشري حقونو په اړه يو لوي شخصيت دلاسه وركړے۔ عاصمه جهانګير بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې هم پاتې شوې۔ ده ووئيل چې د عاصمه جهانګير د مړينې خبر په پاكستان او ټوله نړۍ كښې درد سره اورېدل شوے۔ ده د عاصمه جهانګير په مړينه د هغې كورنۍ٬ ملګرو٬ په ملګرو ملتونو او پاكستان كښې د هغې ملګرو سره غمرازي وكړه او وې وئيل چې هغه به تل ياد ساتلې شي۔