د فلسطین اولس مشر محمود عباس ماسکو ته ورسيد،هغه به د امریکائي اقدام څخه په رامخې ته شوې وضعه د مرستې اپیل کوي

د فلسطین اولس مشر محمود عباس ماسکو ته ورسيد،هغه به د امریکائي اقدام څخه په رامخې ته شوې وضعه د مرستې اپیل کوي

ماسکو(پاکستان نیوزپوائنٹ 12 فروری2018ء) د فلسطین اولس مشر محمود عباس د ګل په ورځ د روس پايه تخت ماسکو ته رسيدلې دے چرته به چې هغه د روس اولس مشر ولادی میر پوټن سره ملاقات كښې مقبوضه بیت المقدس د اسرائیل پايه تخت منلو امریکائي اقدام څخه په رامخې ته شوې صورتحال د مرستې اپيل كوي۔ د خپلې دورې په پيل جاری شوې يو بيان كښې ده ووئيل د امریکې پريكړې سره د مينځني ختيز په معامله د څو لسيزو راهسې روانه سفارتکاري د تعطل ښكار شوې ۔

ده ووئيل د امريكې اولس مشر دې اقدام نه پس هغه د مينځني ختيز مسئلې حل كولو له د امریکې ثالثي رد کړې ده او دې څخه وروستو د امريكې چارواكو سره رابطې هم په بشپړه ډول منقطع شوې ۔ دا خبره دې ياده وي د اسرائیل وزیر اعظم بینجمن نیتن یاهو دوه اوونۍ وړاندې د روس دورہ کړې وه۔