په مصر كښې په ټرافېكي پیښه كښې 16 تنه مړه شوي

په مصر كښې په ټرافېكي پیښه كښې 16 تنه مړه شوي

قاهره (پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د مصر پھ سوئېلي لوېديزه سيمه كښې يو بس د بل پلو څخه راروان ګاډي سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 16 تنه مړه شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې پېښه په نيوويلي ګورنريټ كښې په الفرافه الواهت بهاريه سړك رامخې ته شوې۔ د مصر خراب سړكونو له امله ټرافېكي پیښې رامخې ته كېږي۔ تېره مياشت هم پھ مصر كښې په ټرافېكي پیښه كښې 12 كسان مړه شوي وو۔ په كاهليه سړك د بس ټائر چاودېدو له امله 22 مسافر مړه شوي وو۔