سوريه ٬ داعش په بريد كښې 2 ترك عسكر مړه شوي

سوريه ٬ داعش په بريد كښې 2 ترك عسكر مړه شوي

دمشق (پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د سوريې په شمالي برخه كښې د داعش په بريد كښې د تركيې دوه عسكر مړه او 5 ژوبل شوي دي۔ د ترکيې پوځ له مخې په الرائې نومې ښار كښې د داعش جنګيالو سره په نښته كښې د تركيې دوه ټانكونه او ميزائل په نښه كړې شوي او په بريد كښې د سېرئين آرمي دوه جنګيالي هم مړه شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې د داعش او كردو په ضد په بريدونو كښې فري سېريئن آرمي د ترك پوځ ملګرتيا كوي۔