ملګرو ملتونو كانګو لپاره د 1.5 اربه ډالرو د مرستې خواست وكړو

ملګرو ملتونو كانګو لپاره د 1.5 اربه ډالرو د مرستې خواست وكړو

جينيوا(پاکستان نیوزپوائنٹ18جنوری2018ء) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وئېلي دي چې په جمهوريه كانګو كښې د بدتر بشري بحران مخ نيوي لپاره ملګرو ملتونو سږ كال د 1.5 اربه ډالرو فنډ غوښتنه كړې۔ د نړيوالې مېډيا له مخې كډوالو لپاره د نړيوالې ادارې استازي په جنيوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د ادارې موجوده وسائل د كانګو ورځ په ورځ زياتېدونكي بحران مقابله نه شي كولې۔ دا افريقائي هېواد كانګو په 1960 كښې د بېلجيم د تسلط څخه د آزادېدو نه پس په داخلي توګه كورنيو نښتو او عدم استحكام سره مخ دے۔