كابل(پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) د افغانستان په بغلان ولايت كښې چارواكو په پوځي اډه د بريد شنډولو ادعا كړې٬ په كابل كښې څلور ځانمرګي بريد كوونكي نيول شوي٬ په سور پل ولايت كښې د ملي اردو كمانډر سره د خپلو 11 ملګرو طالبانو سره ملګرے شو٬ په غزني ولايت كښې په نښته كښې يو پوليس سرتېرې او دوه طالب جنګيالي وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې امنيتي چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ په بغلان ولايت كښې د هاشم خان په سيمه كښې په پوځي اډه د طالبانو بريد شنډ كړے شوے٬ دا بريد سهار 5 بجې شوې و او تر 9 بجو طالبان په شا وتنبول شول۔
د چارواكو له مخې د بريد په مهال د يو كمانډر پشمول دوه طالب بريد كوونكي وژل شوي دي۔ وژل شوے كمانډر د قاري بلال په نوم ياد شوے خو لا تراوسه په دې اړه د طالبانو لخوا كوم بيان نه دې راغلې۔ په پلازمينه كابل كښې امنيتي چارواكو د لوي بريد شنډولو ادعا كړې او وئيلي ئې دي چې 4 ځانمرګي بريدكوونكي نيول شوي دي۔ په سور پل ولايت كښې د ملي اردو كمانډر سره د خپلو 11 ملګرو طالبانو سره ملګرے شوے او په غزني ولايت كښې په نښته كښې يو پوليس سرتېرې او دوه طالب جنګيالي وژل شوي دي۔ په شمالي جوزيان ولايت كښې په آمو درياب كښې درې تنه ډوبېدو سره مړه شوي دي چې پكښې دوه ماشومان هم شامل دي۔