په كاناډا كښې د برېښنا تارونو سره چورلكه وجنګېده٬ په پېښه كښې دوه كسان مړه او يو ژوبل شوے

په كاناډا كښې د برېښنا تارونو سره چورلكه وجنګېده٬ په پېښه كښې دوه كسان مړه او يو ژوبل شوے

مونټريال(پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) په كاناډا كښې د برېښنا تارونو سره چورلكه جنګېدلې او په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د كاناډا د پوليسو وياند كارپورل ډين سمېتھـ په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې دا پېښه د هېواد په ختيزه سيمه نيو بزنس ويك كښې رامنېځ ته شوې چرته چې چورلكه د برېښنا تارونو سره د جنګېدو نه پس تباه شوه۔ وياند ووئيل چې په چورلكه كښې درې كسان سواره وو او په پېښه كښې ژوبل شوے تن روغتون ته رسول شوے۔