روسيې د يمن څخه خپل سفارتي كارمندان اويستل

روسيې د يمن څخه خپل سفارتي كارمندان اويستل

ماسكو(پاکستان نیوزپوائنٹ 14دسمبر2017ء) روسيې د يمن څخه خپل سفارتي كارمندان ويستې دي۔ د روسيې ځائي مېډيا له مخې د روسيې خارجه وزارت دا پرېكړه د يمن په پلازمينه صنعا كښې د امنيت خرابېدونكې وضعې له امله كړې ده ۔ د انټرفېكس خبري اژانس له مخې اوس به د روسيې سفارتي كارمنتدان د سعودي پايه تخت رياض څخه كار كوي۔ د يادونې وړ ده د كال 2014م راهسې د يمن پلازمينه صنعا د حوثي ياغيانو په قبضه كښې ده او د سعودي عسكري اتحاد د ياغيانو په ضد جنګ روان ساتلې دے.