په پېرس كښې د ماحول د تحفظ كنفرنس پېل شو

په پېرس كښې د ماحول د تحفظ كنفرنس پېل شو

پېرس (پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء) د فرانس په پلازمينه پېرس كښې د ماحول د تحفظ كنفرنس ون پلېنټ كنفرنس پېل شو۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د دې كنفرنس مقصد د ماحول د تحفظ پروژو لپاره مالي مرسته ممكن كول او په سيمه ايزه كچه په دې تناظر كښې كېدونكې هلې ځلې قوي كول او مربوط كول دي۔ دا غونډه د فرانس او د نړيوال بانك په كوربتوب كښې كېږي او پكښې څلور زره استازي ګډون كوي چې پكښې د پنځوس هېوادونو او حكومتونو مشران هم شامل دي۔