القدس زمونږ اولنۍ قبله ده۔ اسرائيل دې په تركيه د بريد څخه وړاندې د خپل عمل حساب وركړي۔ د تركيې صدارتي وياند

القدس زمونږ اولنۍ قبله ده۔ اسرائيل دې په تركيه د بريد څخه وړاندې د خپل عمل حساب وركړي۔ د تركيې صدارتي وياند

انقرہ(پاکستان نیوزپوائنٹ 11دسمبر2017ء) د تركيې صدارتي وياند ابراهيم قالن وئيلي چې نړيوال قانوني حقونه د منځھ وړلو ٬ په فلسطيني مزكه او د ملګرو ملتونو پرېكړو په منظم شكل كښې خلاف ورزي كوؤنكې اسرائيل بايد د تركيې او د ترك اولس مشر رجب طيب اردګان په اړه د خبرې كولو څخه وړاندې د خپلو اعمالو حساب وركړي۔ د تركيه خبر رسنې ادارې ترمخه صدارتي وياند ابراهیم قالن په جاري كړې اعلاميه كښې د اسرائیلی وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د فلسطين په مزكه د قبضې كولو ٬ د تركيه او ترك اولس مشر په ضد د بيانونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل د زرګونو په شمېر د بې ګناه فلسطينيانو د وژنې او د فلسطين مزكه په زندان كښې د بدلونكي ذهنيت د خپل جرم احساس څخه بچ كېدو له كړې دا دعوی دومره اهمه نه ده چې دا دې په جدي توګه واخستې شي۔

قالن ووئيل القدس زمونږ اولنۍ قبله ده۔ څوك چې دا ګڼي چې يوې پرېكړې سره به دا د قابض حكومت پلازمينه جوړه كړو دا د هغوي وهم دے۔ ده ووئيل اسرائيلي چارواكي دې زمونږ په هېوادو او لارښود د بريد كولو په ځائ په فلسطيني مزكه قبضه ختمه كړي۔ ده ووئيل تركيه به د باقي نړۍ په ډول فلسطين كښې هم د حق ٬ قانون او مظلوم ملاتړ جاري ساتي۔