قطر به برطانيه څخه جنګي الوتكي اخلي۔ لوظنامه لاس ليك شوه

قطر به برطانيه څخه جنګي الوتكي اخلي۔ لوظنامه لاس ليك شوه

دوحه(پاکستان نیوزپوائنٹ 11دسمبر2017ء) د قطر دوهم وزیراعظم او دفاع وزير خالد بن محمد ال عطیا دوحه كښې د برطانيې دفاع وزير ګوین ولیمسن سره ملاقات كړې۔ په دې مهال دواړو فريقو د وسلې خرڅ او اخستو په اړه د 8 اربه امريكائي ډالرو ماليت لوظنامه لاس ليك كړې ده ۔ د يادې شوې لوظنامې ترمخه قطر به برطانيه څخه 24 تائیفون جنګي الوتكې اخلي۔ دا د روان كال په مهال دوهم ځل دے ځې قطر برطانيه څخه جنګي الوتكې اخلي۔ دې سره سره د دواړو فريقو ترمينځھ د افرادي تربيې لوظنامه هم لاس ليك شوه۔ دغسې په كال 2022ء كښې قطر كښې كېدونكې د فټبال نړيوالو مقابلو په مهال فضائي امنيت لپاره د قطر او برطانيې په پوځي اهلكارو مشتمل شريكه ډله هم جوړه كړې شوې ده۔