د داعش دور ختميدونكې دے ، د ایران اولس مشر

د داعش دور ختميدونكې دے ، د ایران اولس مشر

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د ایران اولس مشر حسن روحانی وئيلي دي چې داعش په سوريه او عراق كښې ماتې سره مخ شوے۔ اولس مشر روحانی په سرکاری ټیلی ویژن خپل يو پیغام كښې وئيلي دي چې داعش ته په سوريه او عراق كښې تندۍ سره ماتې وركړې كېږي دغه حالات کتلو سره هيله لرو چې دا ترهه ګر تنظیم به ډير زر خپل انجام ته ورسي۔ د ایران عسكري قوت القدس بریګيډ کمانډر قاسم سلیمانی هم په يوه ویب پاڼھ وئيلي ډير زر به داعش ختم شي۔