د روهنګیا بحران حل له د میانمار حکومت مثبتو اقداماتو لپاره چمتو دے

د روهنګیا بحران حل له د میانمار حکومت مثبتو اقداماتو لپاره چمتو دے

نیفیدا (پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د اروپائی ائتلاف او د المان چارواكو وئيلي دي چې د روهنګیا بحران حل کولو لپاره د میانمار حکومت مثبتو اقداماتو لباره چمتو دے۔ د ذريعو له مخې د المان خارجه وزير زیګمار ګابرئیل خپل يو بيان كښې وئيلي دي د میانمار حکومت داسې حالات پیدا کول غواړي چې ترمخه ئې بنګله دېش ته كډه كوونكې د روهنګیا مسلمانان راستانه شي۔ بلخوا د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشرې فیډریکا موګیرنی هم د دې ډول خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ دا دواړه لارښودو دا مهال د حالاتو جاج اخستو له میانمار ته تللي دي۔