افغان معيشت ته د جنګ زيان رسېدلې۔ نړيوال بانك

افغان معيشت ته د جنګ زيان رسېدلې۔  نړيوال بانك

واشنګټن(پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) نړيوال بانك وئيلي دي چې افغان معيشت اوس هم د طالبانو لخوا د روان جنګ له امله سختو ستونزو سره مخ دے۔ د ميډيا له مخې د نړيوال بانك لخوا د جاري شوي راپور له مخې سياسي عدم استحكام او تشدد په اقتصادي پېداوار كښې د بهترۍ په لاره كښې تر ټولو لوي خنډان دي چې له مخې ئې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ شرح د تېر كال په مقابله كښې سږ كال معمولي زياتوالي سره 2.2 فيصده ته رسېدلې۔ د يادونې وړ ده چې په افغانستان كښې په معاشي پرمختګ كښې واضح كمې كال 2014 كښې د ناټو عسكري مشن په پاې كښې څرګندېدل پېل شوي وو۔