په نيوياركښې د پاكستان آزادۍ ورځې په اړه كلن پرېډ كښې ګڼ شمېر پاكستانيانو ګډون وكړو۔

د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د كشميري اولس د خپلواكې د حق بشپړه حمايت لپاره د عزم پخلې

په نيوياركښې د پاكستان آزادۍ ورځې په اړه كلن پرېډ كښې ګڼ شمېر پاكستانيانو ګډون وكړو۔
د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د كشميري اولس د خپلواكې د حق بشپړه حمايت لپاره د عزم پخلې

نيويارك(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) په امريكا كښې د پاكستان د اعلٰی كچ سفارتكارو جليل عباس جېلاني او ډاكټر مليحه لودهي د پاكستان لخوا د كشميري اولس د خپلواكې د حق بشپړه حمايت له د عزم پخلې كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي او په امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني دا خبره د پاكستان د آزادۍ ورځې په حقله په نيويارك كښې يوې دستورې او كلن پرېډ ته په خپل خطاب كښې كړې۔

په دستوره كښې په امريكا كښې مېشته پاكستاني وګړو ګډون وكړو۔ پاكستاني سفارتي چارواكو ګډون كونكي په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ د ظلمونو نه خبر كړل۔ دوي ووئيل چې هندي پوځ د بشري حقونو خلاف ورزې كولو سره په كشمير كښې امن ناكه هلې ځلې د طاقت كارولو د لارې دې ته د زيان رسولو هڅه كوي بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي۔ په دې موقع ګډون كونكو د هند په ضد او د كشميريانو په حق كښې غږونه پورته كړل۔

ډاكټر مليحه لودهي پھ خپل خطاب كښې د كشميريانو تاريخي هلو ځلو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله رامخې ته كولو له كردار ترسره كوي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په موقع به وزيراعظم محمد نواز شريف پھ خپل خطاب كښې د كشمير مسئله رامخې ته كوي۔ وزيراعظم به د نړۍ د 100 څخه د زياتو هېوادونو مشرانو په وړاندې دا مسئله پورته كوي دغسې چې امن بحال شي۔(ص ف/م ع/وس/1706)