په برسلز كښې بمي چاودنه

په برسلز كښې بمي چاودنه

برسلز(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د بېلجيم په پايه تخت برسلز كښې د ګل په سهار يوه موټري بمي چاودنه شوې۔ د المان خبري اژانس له مخې دا چاودنه د ښار په شمال كښې د انسټي ټيوټ آف كريمينالوجي ودانۍ څخه بهر شوې خو كوم ځاني زيان نه دې شوې۔ د ځايي وخت له مخې د چاودنې په مهال ودانۍ خالي وه۔ وئېلي شوي دي چې د چاودنې څخه وروستو د ودانۍ په يوه برخه كښې اور ولګېدو۔(ص ف/م ع/وس/1706)