عدن (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) په يمن كښې په پوځي كېمپ په ځانمرګي موټري بمي چاودنه كښې 11 تنه مړه شوي دي۔ د فرانسوي خبري اژانس وئيلي دي چې د ګل په ورځ د عدن په شمالي سيمه كښې د پوځي تربيتي كېمپ سره نزدې ځانمرګي بريد كونكي د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډې په چاودنه والوزولو۔ چارواكو ووئيل چې د چاودنې په نتيجه كښې 11 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي چې پكښې د ځينو حالت اندېښمن ښودلې شوې۔ په سمدستي توګه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې.
په يمن كښې په پوځي كېمپ په ځانمرګي موټري بمي چاودنه كښې 11 تنه مړه شوي
7 کال لومړی
