يونېسف په بنګله دېش كښې د روهنګيا مسلمانانو په بدتره صورتحال د افسوس څرګندونه وكړه

يونېسف په بنګله دېش كښې د روهنګيا مسلمانانو په بدتره صورتحال د افسوس څرګندونه وكړه

نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ20اکتوبر2017ء) يونېسف په بنګله دېش كښې د روهنګيا مسلمانانو په بدتره صورتحال د افسوس څرګندونه وكړه۔ د اېران خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسف د جمعې په ورځ په جاري كړے شوي بيان كښې وئيلي دي چې د بنګله دېش د كډوالو په كېمپ كښې 3 لكه 40 زره روهنګيائي ماشومان بدتره ژوند تېروي او دوي د خوراك څښاك او د داروګانو كمي سره مخ دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د داسې ماشومانو شمېره ورځ په ورځ لا زياتېږي۔ بنګله دېش ته 5 لكه 80 روهنګيائي مسلمانان رسېدلي دي۔