په سعودي كښې 32 غېر مسلمو اسلام قبول كړو

په سعودي كښې 32 غېر مسلمو اسلام قبول كړو

رياض(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د سعودي د دعوت ارشاد څانګې په هڅو په سعودي كښې 32 غېر مسلمو اسلام قبول كړو۔ د سعودي مېډيا له مخې په رياض كښې د دعوت ارشاد څانګې د مركز ډائرېكټر الشېخ فېصل بن العنزي په موجودګې كښې 32 غېر مسلمو كلمه طيبه ويلو سره د اسلام قبلولو اعلان وكړو۔ په دې موقع نويو مسلمان شويو كسانو لپاره د اسلام او د ايمان د سلامتيا دعا وكړې شوه او دوي ته ډالې او اسلامي كتابونه وركړې شول۔ په دې موقع د مركز ډائرېكټر الشېخ فېصل العنزي ته د ادارې د چارو په اړه بريفنګ هم وركړے شو.