په شارجه كښې د نشه اي توكو د كېښودلو په تور 5 غېر ملكيان ونيول شول

په شارجه كښې د نشه اي توكو د كېښودلو په تور 5 غېر ملكيان ونيول شول

شارجه(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د شارجه پوليسو پنځه اسيائي وګړي د نشه اي توكو د كېښودلو په تور نيولي دي۔ د عرب خبري اژانس له مخې د نيول شويو كسانو نه نشه اي توكي٬ ګولې او چرس ترلاسه كړې شوي دي۔ د پوليسو چارواكو مېډيا ته ووئيل چې دا كارروائي په اطلاع شوې۔ نيول شويو تورنو په عدالت كښې ټول تورونه رد كړي دي خو پوليسو عدالت ته وئيلي دي چې دا كسان په موقع نيول شوي دي۔ عدالت كومه پرېكړه لا نه ده اورولې۔