د تركيې سلامتيا تر باوري كولو به په سوريه كښې پوځي عمليات روان وي۔ بن علي يلدرم

د تركيې سلامتيا تر باوري كولو به په سوريه كښې پوځي عمليات روان وي۔ بن علي يلدرم

اسنتبول (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم وئيلي دي چې د تركيې سلامتيا تر باوري كولو به په سوريه كښې پوځي عمليات روان وي۔ د المانې مېډيا له مخې په استنبول كښې د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم ووئيل چې په سوريه كښې به دا پوځي عمليات تر هغه روان ساتلې شي تر څو چې د تركيې د سلامتيا ضمانت نه وي ترلاسه شوے۔ ده ووئيل چې د ترهګرو ډلې د تركيې او سوريې په پوله يو جلا رياست جوړول غواړي۔ د يادونې وړ ده چې په سوريه كښې د تركيې لخوا عمليات لا هم روان دي۔