د سعودی عرب او بحرین شريك جنګی مشقونه روان دي

د سعودی عرب او بحرین شريك جنګی مشقونه روان دي

ریاض (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) د سعودی عرب او بحرین’’جسر 18 " په نامه شريك جنګی مشقونو سلسله روانه ده۔ د العریبیه نیوز له مخې د سعودی عرب او بحرین شريك جنګی مشقونو ترمخه په ساحل جديد وسله آزمائلې كېږي۔ د سعودی پوځي کمانډر بریګیډیئرفرحان الرشیدی وئيلي دواړه هېوادونه د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كوي او د جنګی کارکردګۍ ښه كولو هڅه كوي۔