د چین په سمندري حدودو كښې د اجازې نه غېر د امريكې د داخلېدو غندنه كوو۔ چین

د چین په سمندري حدودو كښې د اجازې نه غېر د امريكې د داخلېدو غندنه كوو۔ چین

بیجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د چين د خارجه وزارت وياند هوا چن ينګ د امريكې د پوځي الوتكې د اجازې نه غېر د چين په سمندري حدونو كښې د داخلېدو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د امريكې د الوتكې دا عمل د چين د قانون او د اړوند نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده۔ هوا چن ينګ بيجنګ كښې خپلو خبرو كښې ووئيل چې د امريكې دا اقدام د چين د اقتدار اعلٰې او امنيتي ګټو لپاره سنګين عمل دے۔ د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وراندې د امريكې يوه پوځي الوتكه د چين د حكومت نه غېر د هېواد د شي شا جزيرو په سمندري حدونو كښې داخله شوې وه۔