عراق، الانبار كښې بمي چاٶدنه٬ 11 كسان مړه

عراق، الانبار كښې بمي چاٶدنه٬ 11 كسان مړه

بغداد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د عراق په الانبار ولايت كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 15 ژوبل شوي۔ د عراق ميډيا له مخې د الانبار په هت ښار كښې بمي چاٶدنه په يوې كېفۍ كښې شوې۔ ځائي چارواكو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره كرفيو نافذ كړې۔ د يادونې وړ ده چې عراق كښې د ملګرو ملتونو مرستيال مشن له مخې تېره مياشت عراق كښې په وسله والو جنګونو او د تشدد په پېښو كښې 196 عام وګړي مړه شوي دي۔