د تركيې د مخالفې ډلې مشر په بريد كښې روغ وتلے

د تركيې د مخالفې ډلې مشر په بريد كښې روغ وتلے

انقره(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) پھ تركيه كښې د مخالفې ډلې د لارښود پھ كاروان بريد شوې چې په نتيجه كښې يې درې عسكر ژوبل شوي خو د مخالفې ډلې مشر پھ بريد كښې روغ وتلې دې ۔د المانې مېډيا له مخې د تركيې پھ شمالي ختيزه سيمه كښې دا پیښه رامينځ ته شوې۔پھ دې پیښھ كښې د پيپلز ريپبلكن ګوند كمال كيليچد اوګلو روغ وتلې۔د تركيې د كورنيو چارو وزير له مخې پھ بريد كښې د ژوبل شويو دريو عسكرو كښې د يو حالت نازك دے ۔ده ووئيل دا بريد د لغوا ډلې كردستان وركرز ګوند لخوا كېدې شي۔د ذمه وارو لټون روان دے.