اټاليا كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 247 ته ورسېده٬د ځينو ژوبل شويو حالت اندېښمن دے

اټاليا كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 247 ته ورسېده٬د ځينو ژوبل شويو حالت اندېښمن دے

روم 25 اګست (اے پي پي) د اټاليا په مينځنۍ برخو كښې د شورو په ورځ د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېره 247 ته رسېدلې ده ۔چارواكو له مخې د زلزلې په نتيجه كښې ګڼ كسان ژوبل شوي هم دي چې پكښې د ځينو حالت اندېښمن دے او ګڼ كسان د ملبې لاندې هم پراته دي د كومو لټون لپاره چې د مرستې هلې ځلې روانې دي۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د تركيه چارواكو تر مخه ووئيل د ملبې څخه زياتره وګړي ژوندي راويستو له د مرستېاله ادارو هلې ځلې د شپې هم روانې وې۔

ځپليو سيمو كښې مېشته كسانو د زيارت په شپه د آفټرشاكس د يرې په سخته يخنۍ كښې شپه د كورونو نه بهر په خيمو كښې تېره كړې ده ۔د اټاليا سول پروټېكشن ډيپارټمنټ ايټي وليت كښې د 190 او ايسكولي پے سيفر ولاڅت كښې د 57 كسانو د مرګ تصديق كړې۔چارواكو د شورو په ورځ راغلې زلزله اټاليا كښې د 2009 نه پس سخته زلزله ګرځولې ده ۔(ص ف/ض ض/وس/1747)