كابل كښې د امريكې په پوهنتون بريد كښې د مړو شمېره 13 ته ورسېده٬پوليس عمليات بشپړ كړي٬دوه بريد كونكي وژلې شوي

كابل كښې د امريكې په پوهنتون بريد كښې د مړو شمېره 13 ته ورسېده٬پوليس عمليات بشپړ كړي٬دوه بريد كونكي وژلې شوي

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د امريكې په پوهنتون بريد كښې د 7 زده كوونكو پشمول 13 كسان مړه شوي دي ۔پوليس وئېلي دي د لس ساعتو عملياتو نه پس امنيتي ځواكونو دوه بريد كونكي وژلي دي۔د برتانې خپرونې ادارې له مخې دا بريد د شورو په ماښام شوې۔پوليس وئېلي دي په پوهنتون كښې عمليات بشپړ شوي٬تراوسه كوم تنظيم د دې بريد ذمه واري نه اخستې ۔ پھ دې بريد كښې 7 زده كوونكي٬ درې پوليس اهلكار او درې ساتندويه هم مړه شوي۔په كابل كښې د پوليس مشر عبدالرحمان رحيمي وئيلي دي بريد كښې 35 زده كوونكي او 9 پوليس اهلكار ژوبل شوي هم دي دغسې 750 زده كوونكي او عمله پحفاظت سره راويستلې شوې دي