پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا نړۍ منلې ٬ د امريكې دوره ډېره مثبت وه ٬ د پاكستان موقف مو په ښه ډول وړاندې كړے ٬ د كشمير په معامله مو د پاكستان دريځ په بشپړه توګه په ډاګه كړے٬ نن هم پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد په ځانله جنګېږي٬ د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ د قربانيو نړۍ اعتراف كړې٬ د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې غېر رسمي ملاقات شوے٬ِ ټرمپ په ښه ډول ملاقات وكړو٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه شوي ٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته به په خپله د مسئلې حل راويستل وي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسملبۍ 72مې غونډې نه پس مېډيا سره خبرې

نیویارك (پاکستان نیوزپوائنٹ22ستمبر2017ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د امريكې دوره ډېره مثبت وه ٬ د پاكستان موقف مو په ډېر ښه ډول وړاندې كړے ٬ د كشمير په معامله مو د پاكستان دريځ په بشپړه توګه په ډاګه كړے٬ نن د ترهه ګرۍ په ضد هم يوازې پاكستان جنګېږي٬ د ترهه ګرۍ په ضد د قربانيو نړۍ اعتراف كړې٬ د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې غېر رسمي ملاقات شوے٬ِ ټرمپ په ښه ډول ملاقات وكړو٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه شوي ٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته به په خپله د مسئلې حل راويستل وي۔

وزيراعظم دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي اسملبۍ 72مې غونډې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې په دې موقع د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي هم موجود وه۔ ده ووئيل چې د كشمير په معامله مو هم خپل دريځ په بشپړه توګه وړاندے كړے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مو په كشميريانو د روانو ظلمونو ډوزيئر وړاندے كړے۔

د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات شوے او عمومي اسمبلۍ ته په وېنا كښې مو د كشمير مسئله په بشپړه توګه وړاندے كړے۔ ده ووئيل چې د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په مهال غېر رسمي ملاقات شوے٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقات شوے٬ ده ووئيل چې د امريكې اولس مشر سره په ښه انداز كښې ليدل كتل شوې۔ ده ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ د اوږدې وېنا له امله افغان اولس مشر سره ملاقات ونه كړے شو۔

وزيراعظم ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته به په ګډه د مسئلې حل راويستل وي۔ وزيراعظم ووئيل چې د افغانستان په اړه د امن د هر ډول هڅې به ملاتړ كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې انتظاميې سره په بېلا بېلو كچو خبرې شوې دي۔ مونږ د خپل نظر په وړاندے كولو كښې بريالي شوي يو۔ ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد ډېرې لوئې قربانې وركړې دي٬ نن د ترهګرۍ په ضد جنګ يوازې پاكستان كوي۔

د ترهګرۍ په ضد د قربانيو نړۍ اعتراف كړے۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا نړۍ تسليم كړې۔د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت د سپريم كورټ ډېر عزت كوي او زمونږ د حكومت دريځ دې چې عدالتونه دې ټولو سره بايد يو برابر سلوك وكړي۔ ده د وفاقي كابينې بدلولو پحقله دپوښتنې ځواب په نفي كښې وكړو۔ په دې موقع د يوې پوښتنې ځواب وركولو سره د خارجه چارو وزير خواجه محمد آصف ووئيل ما د افغاننستان د سلامتيا سلاحكار سره ملاقات كړې او د شريك اهميت په بېلا بېلو چارو مو د خيالاتو څرګندونه كړې او دواړه اړخونه د خبرو اترو عمل مخ په وړاندې بوتللو ته سلا شوي۔

ده ووئيل چې په دې لړ كښې ما ته د كابل د دورې بلنه هم راكړې شوه۔ خواجه آصف ووئيل چې د هند خپل همڅنګې سشما سوراج سره مې په سفارتي استقباليه كښې غېر رسمي خبرې اترې شوې دي او د ھغې د صحت پوښتنه مې هم كړې۔