په هند كښې د كشتو ډوبېدو په دريو پېښو كښې 10 كسان مړه شوي دي

په هند كښې د كشتو ډوبېدو په دريو پېښو كښې 10 كسان مړه شوي دي

نوې ډيلې (پاکستان نیوزپوائنٹ18ستمبر2017ء) په هند كښې د كشتو ډوبېدو په دريو پېښو كښې 10 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې دا پېښې هغه مهال رامېنځ ته شوې كله چې ځائي كروندګر د زغل كتلو نه پس خپلو كورونو ته په كشتو كښې روان وو چې طوفان راغلو او درې كشتې ډوبې شوې۔ د چارواكو له مخې د بې دركه كسانو لټون روان دے۔ د يادونې وړ ده چې تېره اونې د هند په اترپردېش ايالت كښې د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 19 كسان مړه شوي وو۔