د هند لخوا افغانستان ته د نورې وسلې وركولو امكان دے

د هند لخوا افغانستان ته د نورې وسلې وركولو امكان دے

کابل(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د هند لخوا افغانستان ته د نورې وسلې وركولو امكان دے۔د افغان ميډيا له مخې د افغانستان سفير شېدا محمد ابدالي واس خارجي خبري اژانس ته وئيلي دي د افغانستان د سيمه ايزې سلامتيا وضعه په خرابېدو ده او افغان ملي اردو او امنيتي ادارو ته طالبانو او داعش له د ماتې وركولو لپاره د نورې وسلې حاجت دے۔ده ووئيل هند مونږ له څه موده مخكښې چورلكې راكړې وې خو مونږ نورې وسلې ته اړتيا لرو۔

ده ووئيل راتلونكې اونۍ كښې د افغانستان د ملي اردو سرلښكر جنرال قدم شاہ شميس هند ته ځي او هندي چارواكو ته به د امريكې په مشاورت افغانستان ته د ضرورت لرونكې وسلې او نور سامان فهرست وركوي۔ذريعو له مخې افغانستان هند څخه د اېم آئي 25 چورلكو ٬ لائټ ټرانسپورټ چورلكو او نور پوځي سامان تر لاهس كولو خوښي لري۔