قندوز٬ طالبانو سره نښته ٬ په لويه شمېره پوليس اهلكار مړه او ژوبل

قندوز٬ طالبانو سره نښته ٬ په لويه شمېره پوليس اهلكار مړه او ژوبل

کابل(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د افغانستان په قطبي قندوز ولايت كښې طالبانو سره د نښتو په مهال 20 پوليس اهلكار مړه او ژوبل شوي دي ۔د افغان ميډيا له مخې د لوكل پوليس پرسنل (اے اېل پي) قمندان وئيلي دي په قطبي قندوز ولايت كښې طالبانو سره نښتو كښې 20 پوليس اهلكار مړه او ژوبل شوي۔ده ووئيل طالبانو پايه تخت سره نزدې يوه مهمه سيمه قبضه كړې وه د كومې خلاصولو لپاره چې كاروائي شوې۔پوليس اهلكارو په جنګ كښې طالبانو ته د لوي زيان رسولو ادعا كړې ده ۔ بلخوا په جوزجان ولايت كوش ټپا سيمه كښې د مائن په چاٶدنه كښې يوه ماشومه مړه شوې ده ۔